IQNA

د بحرین د اهل تشیعَ مشر:

 د اسرائیلو په ضد د ایران دریځ رسالت ډوله او د عزت سبب دی

17:53 - June 17, 2025
د خبر لمبر: 3491282
ایکنا - آیت‌الله عیسی قاسم د اسرائیلي رژیم تیریو ته د ایراند ځواب په غبرګون کې وویل:ددغو تیریو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ ، رسالت ډوله او شجاع دریځدی او د عزت خوندي کونکی دی، چې نه یوازې د هغه عزت کمزوری نه کوي، بلکې په بشپړ ډاډ سره د الهي نصرت په  په لاره کې ګام پورته کوي او د خدای په خاطر له هیڅ رټلې او تاوانه  نه وېریږي. 

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د بحرین د شیعیانو معنوي رهبر آیت‌الله عیسی قاسم،  ذی‌الحجې په ۱۹مه  د اسرائیلي رژیم د دایران پر خاورې تیریو په غبرګون کې  یوه اعلامیه خپره کړه، چې بشپړ متن یې په لاندې ډول دی: 

د خدای په نامه چې ، بخشونکی او مهربان دی؛

درود او سلام دې وي زمونږ پر سرور محمد (ص) او د هغه پر پاکې او معصومې کورنۍ.

د اسرائیلي رژیم ښکاره تیريو هغه پلیت موجودیت ، چې  د ټولو  بشري حقوقو او نړیوالو اصولو په خلاف ورزۍ پیژندل شوی، د یوه مستکبر قدرتمن هیواد په ملاتړ ترسره چې د دنیا په رهبرۍ پسې دی شوی دی پّ داسې حال کې چې  په دروغو ادعا کوي، د بشریّت کشتۍ  د نجات، امنیت، مینې او سولې پر لور رهبري کوي.

ددغو تیریو په وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت ذریه یو شجاع ، ثابت‌قدم او رسالت ډوله دریځ دی، چې نه یوازې د هغه عزت کمزوری نه کوي، نه د شهادت له وېرې فلج کیږي، او نه د خدای په اطاعت کې شک کوي، بلکې په بشپړ ډاډ او قدرت سره  د الهي نصرت په لاره کې ګام پورته کوي  او د خدای په خاطر له هیڅ  رټل کیددا او تاون څخه نه وېریږي. دا دریځ د یوه مؤمن، شجاع او د خدای د دین، اسلامي امت او د ټولو مظلومو لپاره د یوه غیرتمند ،میړاني پوه مومن مشرتابه دریځ دی. دا دریځ، لکه څنګه چې وویل شول، د اکثریت خلکو او د اسلامی نظام  له‌خوا تائید رسمي شوی او باید چې  د ټول ملت دریځ وي. 

د اسلامي نړۍ د رژیمونو دریځ باید څه وي؟

هر هغه څوک چې  چې د هغه اسلامي جمهوریت په ضد دغه وحشي ډوله  تیري چې ددغه امت یو اساسي رکن دی ترسره شوی او دغه ټارګټ کول  د  امت، دین او د هغه د کرامت پر ضد یو ه ترټولو  ستره حمله ده ، محکوم نه کړي، د هغه چوپتیا د باطل ملاتړ دی  او د دغو تیریو  دملاتړ  داعلان په معنی دی. پر دې سربیره، د هر هغه رژیم  یوازې د خولې  محکومیت، چې په اسلامی جمهوریت  کې په دغه جنګ کې رابرسرسیره شو  حقیقت د ملاتړ توان ولري، نو د اسلامي فهم، انساني وجدان یا د ملت د عامه افکارو له‌خوا د منلو وړ نشي کیدلی. 

د اسلامي ملتونو ځائيګی او مقام څه دی؟

د دغو ملتونو مؤمنان پکار ه نه ده په هغه څه سره چې ئې لري،  د هغو په وړاندې  مقاومت کولی شي  یا  دخپل موجودیت په دفاع  کې  د اسالمی جمهریت پر حقه  دریځ د ساتلو لپاره  ددوي دټولو ممکنو هڅو  ترسره کیدا  خنډ  کیږي، او دتیریو  لپاره لوئې ماتې ته په رسیدا کې د ګډون  مخه نیسي سستي او لټي ونه کړي.  

د نړیوالو اورګانونو دریځ د تیریګرو ملاتړ، په دې جنایت کې ګډ،ن  او  د ټولو ارزښتونو د له مینځه وړلو لپاره   په دسیسې کې قصدا  ملتیا  او د یوه بوږنونکي تمدنی انحطاط  ښودل  د بشریت د ټولو اډاڼیو  او امنتی  ختمولو په معنا دی.

مبارک اسلامي جمهوریت د عزت، سرلوړۍ او حتمي بریا په لاره کې دی، د خدای په ارادې، او د فاسد استبداد په ناکامۍ سره  او د اسلامی انقلاب د ستر او هوښیار رهبر په مشرۍ سره  ، چې خدای تعالی  دې د هغه عمر  او عزت زیات کړي او د ملت د عزت، بریا، یووالي او د هر مظلوم د ملاتړ لپاره ئې تلپاتې وساتي. 

خدای دې د دې جګړې شهدا، ددغه مبارک اسلامي جمهوریت درست وګړي  او د مؤمن   او قدرمن  ملت  عزت  لوړ کړي.  دخداي په درګاه کې د شهیدانو قرباني قبوله شي   او خدای دې د هغوي مقام لوړ کړي او د پیغمبرانو او صالحو امامانو په کتار کې دې راولي.

عیسی احمد قاسم

د ذی‌الحجې ۱۹مه، ۱۴۴۶ هـ ق

۱۵ جون ۲۰۲۵ 

https://iqna.ir/fa/news/4288861

captcha